← Back
Awara_Arslawara (335459510) 🐢

ستا د نفرت نظر ته هم د زړه ارمان ووايم
دومره سوکړه ده چې زه دې ته هم باران ووايم

خير دے که وژنی مې خو خله دې راله نه بندوې
دغه فاتل ته چې په ډکه خله جانان ووايم

زه هم غمونه ټوکووم ته د خالونو ستورې
ځان ته به زمکه وايم تاته به اسمان ووايم

ستا د ديدن په خوشبويو چې معطر نه شو
زه د خپل فکر پسرلې ته به خزان ووايم

دومره تقوي باندې مئين د انسانانو تختې
داسې زاهد ته به زه څه رنګه انسان ووايم

په کاروبار چې ښه پوهيږی مينه نه پيژنې
سکون به څه ومومې دې ته به تاوان ووايم

ستا په لشو لشو بڼو کښې چې زړه وپيلمه
د درد لذت ته به هم زه د رنځ درمان ووايم

ته د لمبو لمبو حالاتو نه غنچې جوړوې
ګران ګرم نه يم که زه تاته غزل خوان ووايم

ارواښاد اکرام الله ګران بابا 🌹❤️‍🩹

1. naveed Chupair ne bhare bazar me chupair mari! -3 Score

💬 Conversation